افغانستانروستي خبرونهسیمه

محمود اڅکزی: پاکستان دې له افغانستانه لاس پر سر شي

په داسې حال کې چې افغان چارواکې تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او له هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه کوي ملاتړ کوي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وایي، که چیرې اسلام اباد د افغانستان په چارو کې لاسوهنو ته د ټکې پای نه کیږدي نو پاکستان به سختو بحرانونو سره مخی شي.

نوموړې دغه څرګندونې د بلوچستان په مرکز کوټې ښار یوه غونډې ته د وینا پر مهال وکړه.

ښاغلي اڅکزي دا خبرداری هم ورکړه چې د افغانستان په داخلي چارو کې د اسلام اباد له خوا د لاسوهنو دوام به د چين او پاکستان د اقتصادي لارې پروژه هم  له خطر سره مخامخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ د المان ولسمشر ښاغلي فرانک والټر اشټانمایر ته وویل، چې د افغانستان لومړیتوب دا دی چې اول له پاکستان سره سوله وکړو، بیا طالبانو سره؛ ځکه طالبان واحده رهبري نه لري.

هغه زیاته کړه، سوله په دوه ډوله ده یوه ټولنیزه سوله ده چې کلي په کلي د خلکو ترمنځ سولې ته کار وشي او بله سیاسي سوله ده.

ولسمشر غني ټینګار یې وکړ چې طالبان د سولې لپاره کم فرصت لري باید ژر تصمیم ونیسي.

د افغانستان حکومتي چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او به خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت هم تیره اونی وویل، چې د حقاني ترهګرې شبکې او طالبان لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

د امریکا د دفاع وزارت له خوا په خپرې شوې نوې راپور کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمې لا هم د ترهګرو شبکو او ډلو خوندي ځای دي او افغان وسله والې ډلې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون په آزاد ډول په پاکستان کې فعالیت کوي.

د راپور پر بنسټ، د حقاني شبکې او طالبانو ډلې لا هم د پاکستان د ځینو حکومتي او امنیتي ادارو له لورې مرستې ترلاسه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا