محمد کریم خليلي د سولې د عالي شورا رییس شو
محمد کریم خلیلي د رییس جمهور پخوانی معاون او د حزب وحدت اسلامي افغانستان رهبر، د سولې د عالي شورا د مشر په حیث وټاکل شو.
د خبرګزاري دید د ګزارش له مخې، د جمهوري ریاست ارګ اعلان کړی دی، تېره ورځ (دوشنبه د غبرګولي ۱۵) ښاغلی خلیلي د ولسمشر غني لخوا د سولې د عالي شورا د رییس په حیث وټاکل شو.
تر اوسه ښاغلی خلیلي ددې شورا معاون و .
تردې مخکې ښاغلي برهان الدین رباني، صلاح الدین رباني او پیر سید احمد ګیلاني هر یوه د یو څه مودې لپاره ددې بنسټ مشري پر غاړه درلوده.
تر ښاغلي خلیلي مخکې، پیر سید احمد ګیلاني ددې شورا مشر و او هغه څو میاشتې مخکې ومړ.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری د سولې عالي شورا هغه بنسټ ګڼي، چې په هېواد کې سولې راوستو ته یې کوم اغېزمن ګام پورته کړی نه دی.
د سولې عالي شورا له ۶۸ غړیو جوړه ده، چې ۸ یې مېرمنې دي . دا شورا له ۸ کالو را په دې خوا په هېواد سولې راوستو ته جوړه شوې ده.