اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

محمد محقق د مولوی مهدي پر ضد لشکرکشی د «هزاره ګانو» په وړاندې د «جنګ اعلان» وباله.

د دید خبری آژانس د خبر له مخی محمد محقق په یوه پیغام کې د بلخاب ولایت د پر حالاتو په غبرګون کې طا-لبان په «قومی» چلند تورن کړل. هغه کابل ته د مولوی مهدي راوستلو لپاره د طا-لبانو اقدام د هزاره ګانو پر وړاندې د جګړې اعلان وباله.

محمد محقق د مولوی مهدي پر ضد لشکرکشی د «هزاره ګانو» په وړاندې د «جنګ اعلان» وباله.

محمد محقق چې دا مهال په بهر کې ژوند کوي، هم په دغه پیغام کې د طا-لبانو د دعوت کمیسیون پر ضد دریځ خپر کړی او هغه یې «ناصادقه» بللې ده.
د نجات ملي مقاومت د شورا غړي ادعا وکړه: خو له بلې خوا طا-لبان په عمل کښې د حکومت د انحصار او د حکومت د نسکورولو او پاکولو او حتی د نورو قومونو او ګوندونو د له منځه وړلو او په فزيکي توګه له وژلو سره د دوامدارې جګړې په هڅه کښې دي. په پنجشیر او بغلان کې د تاجکانو پر وړاندې د ولسي خلکو وژنه، په تخار ولایت کې د ازبکانو پر وړاندې توکمیز تاوتریخوالی، په فاریاب کې د نامتو ازبک قوماندان قاري صلاح الدین پر ضد برید «دا د قومي تصفیې لپاره د طا-لبانو هوډ څرګندوي، حتی د نورو قومونو د خپلو قوماندانانو په وړاندې.»
په بل ځای کې محقق ادعا کوي چې: مولوی مهدي طا-لب چې د طا-لبانو په څنګ کې د مبارزې تجربه لرونکی و، د طا-لبانو له یو اړخیزه واکمنۍ څخه په غوسه شو او له واکه ووت او استوګن شو، خو په وار وار یې ویل چې له طا-لبانو سره په جګړه کې نه دی. خو «زه د طالبانو په حکومت کې کار نه کوم ځکه چې هزاره ګان او شیعه ګان د طا-لبانو په حکومت کې برخه نه اخلي.»
خو ښاغلی محقق د مولوی مهدي او طا-لبانو ترمنځ د ستونزو د سوله ییز حل غوښتنه وکړه او جګړه یې د هیچا په ګټه ونه ګڼله.
د محقق دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې طا-لبانو تل «قوم پالنه» او انحصاري حکومت رد کړی او ویلي یې دي، چې په موقت حکومت کې له ټولو قومونو څخه دي.
د طا-لبانو ویندویان ټینګار کوي چې په واک کې د قومي مشرانو نه شتون د بېلابېلو قومونو د نه شتون په معنا نه دی. طا-لب وياند هم په پنجشېر، بغلان، تخار او د هېواد په نورو سيمو کې د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالى غندلى او دا يې پروپاګند بللى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا