Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

محمد صادق: د «ټي‌ټي‌پي» ستونزه د افغانستان او پاکستان ترمنځ اساسي خنډ دی

دید خبرې آژانس: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا سره هم‌مهاله، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په اسلام‌اباد کې په یوې غونډه کې «ټي‌ټي‌پي» د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي خنډ ګڼي او د دې ستونز پر حل ټينګار کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی خبرداری ورکوي که دا ستونزه حل نه‌‌شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې هوکړې به لغوه شي.

محمد صادق وايي:«موږ باید د دغې ستونزې حل‌ لار پیدا کړو، او افغانستان باید له موږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي. که هغوی همکاري ونه‌‌کړي، نو ټولې هوکړې به لغوه شي، هېڅ شی به ونه‌شي او په هېڅ برخه کې به پرمختګ ونه‌شي. که وکړای شو د ترهګرۍ ستونزه حل کړو، پاکستان کولای شي افغانستان ته ډېر ګټور پرېوځي.»

تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د ځانګړي استازي دغو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې تل ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه‌لري.

د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، د کابینې په وروستۍ غونډه کې، چې د اسلامي د رئیس‌الوزرا په مشرۍ جوړه شوې وه، هم د کابل او اسلام‌‌اباد ترمنځ د ښو اړیکو پر دوام ټینګار شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل:«دوی دغه راز وویل ټولو ته واضح ده، چې د افغان او پاکستان ولسونو له لسګونو کلونو راهیسې ښې اړیکې لرلې دي او موږ غواړو چې دغه دیني، تاریخ او کلتوري اړیکې همداسې دوامداره پاتې شي؛ ځکه دا د دواړو هېوادونو او ولسونو اړتیا او ضرورت دی او دغه ډول ناسمې کړنې د دواړو هېوادونو په زیان دي.»

په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه، ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې او له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل، هغه مسایل دي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر اړیکو یې اغېز کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button