اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاست

محمدعلي جان احمد: په افغانستان کې د قدرت جزیرې ختمې شوي دي

دید خبرې آژانس: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، د جرګو او قبایلو چارو مرستیال محمدعلي جان احمد وایي چې په افغانستان کې د قدرت جزیرې ختمې شوي دي.

هغه نن دوشنبهد(جوزا ۲۱ مه) کابل کې په یوې غونډه کې ویلي چې، په هېواد کې د قدرت جزیرې ختمې شوي او هغه کسان چې، د افغانستان د بربادۍ او نیواک په فکر کې دي خپلو موخو ته به ونه رسېږي.

ښاغلی احمد د ښوونیزو مرکزونو د برېښنايي حاضرۍ او معلوماتو سیسټم د فعالولو په پرانیسغونډه کې زیاتوي چې، په افغانستان کې زورواکي او قوم پرستي پای ته رسېدلې او ټول افغانان د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوي.

محمد علي جان احمد په دغې غونډه کې زیاته کړه:«نن ډلې او ټپلې نشته، نن زورواکۍ او ځانځانۍ نشته، تاسې وګورئ او په ټول افغانستان وګرځئ هرڅوک چې د خپل ځان لپاره لګیا دي، هغه ډېر وخت نه‌دی تېر کړی.»

ورته مهال، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ټکنالوژۍ رییس عبدالمتین رحیم زي هم په دغې غونډه کې ویلي چې، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان ټول سرحدونه خوندي دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په هېواد کې په ورانکارو او د اسلامي امارت پر وړاندې په تخریبي فعالیتونو لاس پورې کړي.

ښاغلی رحیم زی څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د هېواد له پولو هېواد ته راننوځي او دلته دغه هېواد ته بدبختۍ او مخالفتونه په برخه کړي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په افغانستان کې د خلکو له حقونو د سرغړونې راپورونه ردوي او ډاډ ورکوي چې، په هېواد کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي. د دوی په وینا، د اسلامي امارت چارواکو لپاره د خلکو ګټې لومړیتوب لري او شخصي ګټې ورته مهمې نه‌دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا