محقق: موږ د ټولو قومونو ملاتړ لرو
روسته له دې چې د ارګ د پلویانو له لوري پر ایتلاف نجات تورونه ولګول شول، ملي وحدت حکومت راپرځوي او د کودتا لپاره رامنځ ته شوی نو ددې ایتلاف له درېیو مشرانو ځنې یې محمد محقق په خپله فیس بوک پاڼه کې وویل، چې دا ایتلاف د حکومت سقوط ته نه بلکې ګټورو اصلاحاتو ته رامنځ ته شوی دی .
محمد محقق په څرګنده وویل، چې د ارګ ځینې افراطي پلویانو په دې ایتلاف د قومي او سمتي ټاپه ووهله حال دا چې دا ایتلاف یو ملي حرکت دی او د افغانستان ټول قومونه، سمتونه او زونونه پکې دي.
د محقق خبره ښيي، چې دا یو سراسري او ملي حرکت دی او د ټول ولس له ملاتړه برخمن دی .
عطا محمد نور، عبدالرشید او محمد محقق د افغانستان له پر نفوذه سیاسي څېرو ځنې دي او ددوی ایتلاف کولای شي، چې د افغانستان د سیاسي معادلاتو پاڼه بل رقم واړوي .
نو په دې حساب د ښاغلي محقق خبره بې ځایه نه ده، چې د ټولو قومونو ملاتړ لري.
بلخوا ارګ ته نږدې ځنې سیاسي کړۍ د ایتلاف مشرانو ته سپارښتنه کوي، چې که ایتلاف جوړوئ؛ نو له حکومت ووځئ او له حکومت سره مبارزه وکړئ.
د اجرایه ریاست معاون ددې سپارښتنو پر وړاندې غبرګون ښوولی، چې د ایتلاف مشران د چا په مهربانۍ په قدرت کې شریک شوي نه دي، چې د هغوی په سپارښتنه به له قدرته شا ته ولاړ شي .
هغه وویل د ایتلاف مشران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ټولو رایو د ۴ میلونو رایوخاوندان دي او څوک نشي کولای چې له قدرته یې ګوښه کړي.
ښایي چې د ایتلاف مشرانو د حساب شوي حرکت له مخې او د هېواد د سیاسي حالاتو مطابق دا ایتلاف جوړ کړی دی او اوس له خپل ولسي نفوذه په ګټنې خپله خبره کوي او د قدرت په بنسټونو کې د اصلاحاتو خبره کوي.
د نظام د اصلاح لپاره د ایتلاف جوړول یو اړتیا وه، چې باید مخکې ترسره شوی وای، چې د ارګ د استبداد مخه یې نیولای وای.
د محقق له خبرو څرګندېږي چې دا یو لنډمهاله حرکت نه دی او ولسي ملاتړ لري
د ایتلاف مشران په کابل او ټول افغانستان کې د خپلو فعالیتونو پر ډېرېدو ټینګا کوي اووايي چې د نظام او حکومت د ړنګولو په هڅه کې نه دي؛ او د اصلاحاتو او د حالاتو د ښه کېدو هڅه کوي .
امید نکونام – خبرگزاری دید