اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

محقق: جګړه حتمي ده

دید خبرې آژانس: د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر ګوت څنډنه کړې، که طا-لبان د خلکو غوښتنې له پامه غورځوي؛ نو له دغې ډلې سره د جګړې شونتیا ډېرېږي.

محمد محقق د طا-لبانو د درېیمې واکمنۍ د کلیزې سره هم‌مهاله لیکلي، چې طا-لبانو د خلکو غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

ښاغلی محقق چې د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د سترې شورا د سیاسي کمېټې مشر هم دی د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) یې د خبرو اترو سیاسي مشارکت، پراخ بنسټه حکومت، د مېرمنو، قومونو او مذهبونو د حقونو د خوندیتوب په اړه یې یو لړ غوښتنې شریکې کړې دي.

د طا-لبانو ضد دغه جهادي مشر لیکلي:« د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته نه پاملرنه، هغه څه دي چې تاوتریخوالی ورسره زیاتېږي او په دې برخه کې اړینه ده چې سیاسي ګوندونه او نړۍوال د امنیت د اړتیا لپاره سره یوه خوله شي، ځکه دا د هېواد، سیمې او نړۍ لپاره یو ستر ضرورت دی.»

ښاغلي محقق په خپله وینا کې «د طا-لبانو لپاره د امریکا د مرستو» په درولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغې ډلې ته دې هم په کور د ننه او هم بهر کې مالي مشروعیت نه ورکول کېږي.

هغه دا رنګه له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طا-لبانو مخالف بهیرونه دې د افغانستان د ښکېلو اړخونو په توکه وپېژني او پر طا-لبانو دې فشارونه زیات کړي چې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

هغه پر طا-لبانو هم غږ کړی، چې له تاوتریخوالي لاس پر سر شي او د مخالفو سیاست‌والو سره دې خبرې اترې پیل کړي.

طا-لب ځواکونه په ۱۴۰۰ کال (د زمري په ۲۴مه) هغه مهال چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده ووت، کابل ته د ننه شول او واک یې تر لاسه کړ.

په افغانستان کې د دغې ډلې له واکمنۍ درې کاله تېرېږي؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دغې ډلې د نظام د جوړښت، ټاکنو، ولسواکۍ او بشري حقونو په تړاو کورنۍ او بهرنۍ غوښتنې نه دي منلي او هغو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا