اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مجاهد یوناما ته: د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان واقعیتونه په ډاګه کړي

دید خبرې آژانس: ذبیح الله مجاهد،په افغانستان کې د سرپرست حکومت ویاند له یوناما څخه غوښتي چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه په ډاګه کړي.

مجاهد د طا-لبان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل رامنځته کول د یوناما له مسوولیتونو بولي او زیاتوي چې د افغانستان د ناسم انځور وړاندې کول په خپل ماموریت کې د یوناما د ناکامۍ یو لامل دی.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: « تر دې دمه دوی په دې اړه بریالي نه وو او لامل یې هم دا دی چې تل یې ناسم تصویر وړاندې کړی او په ماموریت کې هم مخکې نشي تللی، باید ذهنونه جوړ کړي، افغانستان سره تعاملات عادي کړي، هغه هېوادونه چې تر دې مهال په تعامل کې نه دي ورته قناعت ورکړي چې تعامل وکړي.»

ټاکل شوې چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره، روزا اوتونبایوا د روانې زېږیزې میاشتې په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.

یوناما د روان زېږیز کال په لومړي درې میاشتنې راپور کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په نوم یې د روان میلادي کال د مې میاشتې پر دویمه خپور کړی و، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پر نه بدلېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا