اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مجاهد کدوالو ته: هېواد ته راوګرځئ

دید خبرې آژانس: نن (یکشنبه د زمري ۲۸) د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۵مې کلیزې سره برابره ده.

د افغانستان پخواني پاچا غازي امان الله خان له ننه ۱۰۵ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري په ۲۸مه د راولپېنډۍ د سولې تړون په لاسلیکولو سره درېیمه افغان – انګلیس جګړه پایته ورسوله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت ویلي، « زموږ د نیکونو مبارزه نه یوازې افغانستان کې د ښکیلاک د ماتي سبب شوه، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه یې په ټولو اشغال شویو هېوادونو کې یې ښکیلاک د ماتي سره مخامخ کړ.»

مجاهد زیاته کړې چې اوس هم د خپلو نیکونو په څېر د افغانو په زړونو کې د بریا او ښکیلاک د پایته رسولو روحیه شته ده.

د زمري ۲۸مه د بېلابېلو نظامونو له لوري نمانځل شوې او دا ځل اسلامي امارت هم دفاع وزارت کې دغه ورځ ونمانځله.

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد دغه غونډه کې له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل څو افغانستان ته په پولو او یا هم د ډېورنډ پر فرضي کرښه ستونزې او ننګونې رامنځته نه کړي.

د محمد یعقوب مجاهد په باور، د افغانستان په پولو کې د سړک جوړول، د سرحدي ځواکونو او پوستو ځای پر ځای کول ګاونډيو لپاره ننګونه نه بلکې د افغانستان ساتنه ده.

هغه و ویل: « دا زموږ فریضه ده په هېڅ قیمت له دې نشو تېرېدلی، په هر قیمت به موږ د دې هېواد ساتنه کوو، ټول هغه کسان چې له هېواده تښتېدلې دي او په یوه اوبل فکر کې دي، پردیو ته یې سترګې نیولې دي او لا تر ابده ورڅخه مایوسه نه دي، او دا د غلامۍ امیدونه یې ورته اوږده کړې دي، ورته وایو چې راشئ افغانستانه ته، موږ تاسو ته دې هېواد کې د اوسېدو حق درکوو.»

د دفاع  وزارت سرپرست پرته له دې چې د کوم کس یا هېواد نوم واخلي وایي، “د امریکا لپاره یې زموږ پر وړاندې خپل ټول توان کارولی و” خو په خبره یې، اسلامي امارت له افغانستان بهر په هېڅ هېواد کې د امریکا پر ګټو برید نه دی کړی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني هم چې دغه غونډه کې ګډون کړی وایي، دښمن اوس هم د فکري او کلتوري اړخه د افغانستان د تخریب په هڅه کې دی.

سراج الدین حقاني ویلي، دښمن افغان ځوان داسې روزلې چې خپله ټولنه تخریب کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د زمري ۲۸مې د مبارکۍ پیغامونه ورکړي دي.

حامد کرزي په دې مناسبت کې له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر  وړاندې د زده کړو دروازې پرانیزي.

عبدالله عبدالله هم خپل پیغام کې ویلي، د افغانستان روښانه راتلونکې بې له شکه چې د ځوان نسل په روزنه کې ده او په خبره، د ښوونې ا روزنې لپاره باید په هره برخه کې هڅې وشي.

دفاع وزارت کې د افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کولو په مناسبت دغه غونډه کې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم ګډون کړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا