اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مجاهد: په دوحه کی د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه بحث نه کېږي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې (د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه) د قطر په پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په جوړېدونکې درېیمه غونډه کې د ګډون لپاره په بشپړ چمتوالي سره برخه اخلي.

ښاغلي مجاهد نن شنبه (د چنګاښ په ۹مه نېټه)د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، په دغې ناسته کې دوی له هغه وروسته برخه اخلي چې ملګرو ملتونو د دوی یو لړ شرایط ومنل؛ خو نوموړي د دغو منل شویو شرایطو په اړه نور جزییات په ډاګه نه کړل.

هغه دا رنګه ویلي، چې په دغې ناسته کې به د افغانستان د کورنیو مسلو په اړه بحث نه کېږي او لامل یې دا ښودلی چې د افغانستان کورنۍ مسلې به په کور د ننه هوارېږي او د ملګرو ملتونو سره تړاو نه لري.

هغه دا رنګه وویل:« موږ د هېواد ملي ګټو ته په کتو له ټولو هېوادونو غواړو، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي او خنډونه لرې کړي.»

ښاغلي مجاهد ویلي، د دوحې ناستې ته د تفاهم او ستونزو د حل په موخه روان دي او ټول اړوند هېوادونه له افغانستان سره د ښه تعامل دريځ ته را بولي.

‏د هغه په وینا، غواړي په دغې ناسته کې ملګرو ملتونو او نورو اړوندو هېوادونو سره له افغانستان سره د مثبت او رغنده تعامل موضوع هواره کړي.

هغه د دوحې په ناسته کې د ښځو د ګډون په اړه ویلي، چې دغه ناسته کې یې د افغانستان د یواځیني دریځ په موخه د ښځو له ګډون سره مخالفت کړی او د دوی پلاوی به د افغانستان په استازیتوب هلته برخه اخلي.

خو تر دې وړاندې ګڼو بنسټونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د مېرمنو او مدني ټولنې د استازو په نه ګډون سختې نېوکې کړې وې؛ خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي، چې د ناستې په دویمه ورځ به د مېرمنو او د مدني ټولنې له استازو سره هم غونډه ولري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا