اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست
مجاهد په اوو ولایتونو کې د علماو شورا د جوړېدو اعلان وکړ
ډید خبري اژانس: د طا-لبانو د حکومت ویاند د هېواد په ۷ ولایتونو کې د علماوو د شوراګانو د جوړولو اعلان وکړ.
ذبیح الله مجاهد په یوه جلا خبر پاڼه کې اعلان کړی چې د دوی د مشر مولوي هبة الله اخندزاده په حکم د هېواد په ۷ ولایتونو کې د علماوو شورا جوړه شوې ده.
د مجاهد له خوا په خپره شوې جلا خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه شوراګانې په نورستان، بامیان، میدان وردک، غور، سرپل، لغمان او دایکندي ولایتونو کې جوړې شوې دي.
مجاهد د اسلامي امارت د نظام د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د دیني عالمانو مشورې یوه «شرعي مسله» ګڼلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ټول هېواد د علماوو شورا په هر ولایت کې استازی درلود.