افغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهنړۍ

مجاهد: هیڅ بهرنۍ ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه وړکوو

دید خبرې آژانس: ذبیح الله مجاهد؛ د طا-لبانو ویاند له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د افراطیت د نفوذ په اړه د تاجکستان د چارواکو اندېښنه رد کړه.

هغه وویل چې طا-لبانو په وار وار هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارول کېږي.مجاهد ټینګار کړی، چې طا-لبان به هېڅ یوې بهرنۍ ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

مجاهد د سه شنبې په ورځ (د جوزا ۱۵مه) له ملي راډیو او ټلویزیون سره چې د طا-لبانو تر کنټرول لاندې ده، په مرکه کې وویل چې افغانستان له اوږدو جګړو تېر شوی او دا هېواد په نورو هېوادونو کې جګړه نه غواړي او ویلي یې دي چې د دغې ډلې په کنټرول کې په دې موده کې د افغانستان له خاورې څخه په دغه هېواد کې امنیت ټینګ شوی او نورو هېوادونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

په همدي حال کې د تاجکستان د پارلمان رییس رستم امامعلي وايي، له افغانستان څخه د مذهبي افراطیت خپرېدل د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان غړو ته ګواښ دی.

هغه ویلي دي چې په افغانستان کې دیني مدرسې “ځانمرګي جهادیان روزي.”

د تاجکستان د ولسمشر زوی ټینګار وکړ چې په افغانستان کې تر زرو زیات دیني مدرسې جوړې شوي چې زیاتره یې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې دي.

د تاجکستان د پارلمان مشر د دوشنبې په ورځ د قزاقستان په الماتا ښار کې د ګډ امنیتي سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان غړو هېوادونو ته د افراطیت د نفوذ خطر تر بل هر وخت زیات شوی دی. .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا