اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

مجاهد: نړۍ مو نور باید په رسمیت وپېژني

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت ویاند ادعا کوي چې د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه پوره کړي او باید نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپېژني.

ذبیح اله مجاهد له شمشاد خصوصي ټلویزیون سره په هغه مرکه دا څرګندونې کړي چې جمعه خپره شوه.

هغه ویلي یې دي، چې مونږ له نړۍ سره تعامل غواړي.

د سرپرست حکومت، چې د نړۍ د یوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، لا هم پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه کم کړي نه دي.

د سرپرست د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالې ټولنې یو شرط په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی ښوول شوی دی.

اسلامی امارت په وروستي مورد کې په طبي انستیتیوتونو کې هم د ښځو او نجونو مسلکي زده کړې منع کړې، چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا