اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیاسي

مجاهد: له تاجیکستان سره د افغانستان اړیکې مثبتې دي

دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، له تاجیکستان سره اړیکې مثبتې بللي او ټینګار یې کړی، چې له دغه هېواد سره په اړیکو کې هېڅ ستونزه نشته.

هغه له ګاونډیو هېوادونو سره د باور کچې د لوړولو اهمیت ته نغوته کړې او ویلي یې دي، چې له تاجیکستان سره امنیتي او سرحدي ستونزې د نړۍوالو اصولو پر بنسټ حل شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند په دې تړاو وویل:«ډاډ ورکوو، چې د افغانستان له خاورې به تاجیکستان یا کوم بل هېواد ته هېڅ زیان ونه رسېږي. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سرحدي مسایل د دولتونو ترمنځ د اصولو پر بنسټ څېړل کېږي. افغانستان له مقابل لوري سرحدي ځواکونو سره ښې اړیکې لري، او د ځینو قاچاقي پېښو د مخنیوي په برخه کې همکاري شوې او دوام لري.»

که څه هم د تېر درېو کلونو په اوږدو کې سرپرست حکومت له ځينو ګاونډیو هېوادونو، لکه ازبیکستان، ترکمنستان او ایران سره ښې اړیکې لرلې دي؛ خو له پاکستان سره د اسلامي امارت اړیکې وخت ناوخته ترینګلې شوې دي او ان ځینې وختونه د دواړو لورو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

همداراز، تاجیکستان د نورو ګاونډیو هېوادونو پرتله له سرپرست حکومت سره لږې اړیکې لرلې دي.

پخواني دیپلومات، عزیز معارج هم څرګندوي:«افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره، ګاونډي هېوادونه د خپل کورني امنیت په اړه اندېښمن شوي دي؛ ځکه د سیمې بې‌ثباتي ورته خورا مهمه ده. تر هغه چې اسلامي امارت یو دایمي او غیر سرپرست حکومت او کابینه رامنځته نه‌کړي، د شریعت تر څنګ اساسي قانون تدوین نه‌کړي او د ښځو د حقونو د تامین لپاره جدي ګامونه پورته نه‌کړي، دا هېوادونه به د افغانستان پر ثبات شکمن وي.»

که څه هم د بېلابېلو هېوادونو له شلو زیاتې ډیپلوماتیکې استازولۍ اوس هم په کابل کې فعالې دي او سرپرست حکومت هم په نورو هېوادونو کې له څلوېښتو زیاتې سیاسي استازولۍ لري؛ خو تر دې دمه هېڅ هېواد حتا ګاونډیان هم اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button