مجاهد: شایعات د ذهنیتونو د خرابولو لپاره جوړېږي
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د اېکس له لارې په یوې مرکه کې، د سرپرست حکومت د غړو ترمنځ د لیدلوري توپیر مني؛ خو زیاتوي چې دغه مسئله د اختلاف او جګړې په معنا نهدی.
ښاغلی مجاهد د بګرام هوايي اډې د نیولو او په هېواد کې د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو د بېرته اخیستو په تړاو د امریکا د ولسمشر څرګندونې خیال ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله وايي:«په دا وروستیو کې ځينې، افوهات، اکاذیب او ځينې ناسم معلومات خپرولو وینو چې هغه عامه شایعه ده او ذهنیتونو خرابولو غواړي؛ خو دا کار په داسې وخت کې کېږي چې، لاسرسی میډیا ته، لاسرسی معلوماتو ته ډېر اسانه دی او څوک غلطې خبرې، دروغ او پروپاګند په چا باندې نهشي منلی؛ ځکه چې په لنډ وخت کې دا هرڅه پیینېدلی شي او واضح کېدلی شي.»
مجاهد دغهراز ویلي، چې اسلامي امارت په بهرني سیاست کې پرمختګونه لرلې دي، خو د ده په وینا، د اړیکو ټینګښت او تعامل دوه اړخیز اقدام ته اړتیا لري.
ذبیحالله مجاهد په دې هکله زیاتوي:«امریکا په نړۍوال سیاست باندې اوس هم حاوي هېواد دی یعنې ګڼ هېوادونه له امریکا سره احتیاط کوي یا له شر څخه ځان ساتي یا تعاملات ورسره لري یا ترې وېرېږي؛ نو هغه څه چې موږ یې غواړو او تقاضا لرو هغه خلک د امریکا له اجازې پرته له موږ سره نهکوي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ادعا کړې وه، چې د بګرام هوايي اډه د چین په اختیار کې ده.