اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد: د یوناما راپور له حقیقته لرې دی

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو ویاند د پخواني رژیم اړوند د لږ تر لږه ۲۰۰ کسانو د وژل کېدو په اړه د یوناما وروستی راپور رد کړ، خو د «شخصي غچ اخیستنې» پېښې یې تایید کړې.

د طا-لبانو وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) د دې ډلې د ځواکونو له خوا د چارواکو او پخوانيو سرتېرو د وژلو او شکنجه کولو په اړه د راپور موندنې له حقيقته لرې بللې، خو د پخوانيو سرتېرو په اړه يې د «شخصي غچ» پېښې تاييد کړې دي.

مجاهد په هغه پوسټ کې چې په X ټولنیزه شبکه کې خپره شوې ویلي چې عمومي بخښنه په «عمومي ډول» پلي شوې.

هغه زیاته کړه: «البته، ځینې قضیې او انتقام شخصي او نامعلوم و».

د طا-لبانو ویاند د تېر حکومت د سرتېرو او چارواکو د وژلو، نیول کېدو او شکنجه کولو د ۸۰۰ پېښو په اړه د یوناما راپور رد کړ او ویې ویل چې دا راپور حقیقت نه لري.

یوناما پرون یو راپور خپور کړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ څخه د روان کال د جون تر ۳۰مې پورې یې د طا-لبانو له خوا د پخواني حکومت د چارواکو او سرتېرو د غیر قضایي وژنو، خپلسري نیولو، شکنجه کولو او په زوره د ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ قضیې مستند کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د طا-لبانو له خوا د پخواني افغان حکومت د سرتېرو او چارواکو د وژنې، په خپلسري نیولو او شکنجه کولو عاملینو ته «معافیت» ورکړل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا