اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مجاهد د ټرمپ ادعا رد کړه

دید خبرې آژانس: د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یو شمېر جمهوري غوښتونکو څیرو د جمهوري غوښتونکو د غونډې په پای کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو نیوکه وکړه.

د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي: (که هغوی زما پلان تعقیب کړی وای، موږ یو لوی پلان درلود، خو دې پلان یوازې هغه وخت کار کاوه چې دوی هرڅه په سمه توګه ترسره کړي وای، او داسې ونه شول، نو موږ وویل چې دا کار نه کوي)

د امریکا بهرنیو چارو پخوانی وزیر، مایک پمپیو هم ویلي: (موږ له افغانستان څخه یو باعزته وتل پیل کړي وو، ما هغه وموند، او حتا په ټوله امریکا کې د چین د جاسوسۍ یو بالون هم الوتنه ونه کړه.)

ښاغلی ټرمپ دغې غونډې ته د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وايي چې په افغانستان کې د امریکا پاتې شوي نظامي تجهیزات پلورل کیږي.

د امریکا پخوانی ولسمشر او اوسني ولسمشریز نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي: (تاسو پوهیږئ چې دا مهال افغانستان په نړۍ کې د وسلو یو له سترو پلورونکو څخه دی، دوی نوې او ښکلې وسلې چې موږ ورکړي پلوري.)

خو طا-لبان د ډونالډ ټرمپ د دغو څرګندونو په ردولو سره وايي کوم څه چې په افغانستان کې پاتې دي د امریکا مالکیت نه دی.

د طا-لبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي: «کوم تجهیزات چې په افغانستان کې و، په افغانستان کې پاتې دي، موږ ورته لویه ډيپو جوړه کړې او هغه کې ساتل کیږي. زموږ اوسني وضعیت ته په کتو، د خلکو د دفاع لپاره او ساتنې لپاره یې هڅه کړې او په یو میل یې هم نه ضایع کوو او د پلور اجازه نه ورکوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر د ناټو سرمشریزې په پای کې د خپل هېواد له لوري د افغانستان اشغال یوه تیروتنه وبلله.

جوبایډن اسراییلو ته هم خبرداری ورکړی وو چې د غزې په تړاو دا تیروتنه تکرار نه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا