اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مجاهد د له بهرنیو هېوادونو سره د طا-لبانو همکاري تایید کړه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد منلې، چې دغه ډله د دا/عش – خراسان پر ضد جګړه کې له ځینو بهرنیو هېوادونو سره همکاري کوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: موږ له ځینو هېوادونو سره همکاري کوو او کله ناکله له هغوی سره معلومات شریکوو.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال په راپور کې راغلي چې طا-لبانو په پټه د دا/عش سره د مبارزې لپاره د استخباراتي او لوژیستیکي ملاتړ ترلاسه کولو غوښتنه کړې.

د دغه راپور له مخې، طا-لبانو ځانونه د «ترهګرۍ ضد همکار» په توګه معرفي کړي دي.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طا-لبانو د امنیت ټینګښت خپل تر ټولو مهم لومړیتوب ګرځولی دی.

سره له دې چې طا-لبان له امریکا څخه پاتې پوځي تجهیزات په واک کې لري، شنونکي د معلوماتي ټېکنالوژۍ د محدودیتونو له امله د دا/عش پر وړاندې د طا-لبانو پر وړتیا شک لري.

هارون زیلین، یو امریکایی شنونکی ټینګار وکړ چې دا/عش توانیدلی چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ په ۹ هېوادونو کې ۲۱ نړیوال بریدونه پلان کړي، چې دا د تیر کال په پرتله د دې ډلې له خوا د ګواښونو زیاتوالی په ګوته کوي.

دا/عش په وروستیو میاشتو کې په افغانستان، روسیې او ایران کې د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال مایکل کوریلا هم خبرداری ورکړی، چې دا/عش ښايي په افغانستان کې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو ګټې په نښه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا