مجاهد د عباس ستانکزي د نیول کېدو حکم صادرېدل رد کړل
دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت ویاند د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د نیونې په تړاو د حکم د صادرېدو په اړه اوازې رد کړې.

ذبیح الله مجاهد وايي، ښاغلی ستانکزی د خپلې کورنۍ د کتلو لپاره دوبۍ ته تللی دی.
نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو په تړاو وروستي راپورونه تبلیغاتي کمپاین وباله.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي: ستانکزی صیب وخت په وخت دوبۍ ته ځي هلته یې د کور یوه برخه وه، پخوا هم هلته اوسېده، اوس هم هلته دوبۍ ته ځي او بېرته خپل کار ته راځي.
بل خوا، ذبیح الله مجاهد له امریکا متحده ایالتونو غواړي چې د افغانستان پر وړاندې د جګړې د وخت ستراتیژي بدله کړي او د تعامل لاره خپله کړي.
نوموړی د اسلامي امارت پر چارواکو د لګول شوي بندیزونو پر لېرې کېدو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو ټینګار کوي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: د افغانستان د خلکو حق دی، غصب شوی دی او ځینې نورې موانع چې ایجادیږي په نړۍواله کچه په سیاسي فضا کې، له هغوی هم باید لاس واخلي ځکه د دوی په ګټه نه دي. کومه سټراټيژي چې یې د جګړې پر مهال پرمخ بیوله هغه باید بدله شي او د تعامل سټراټيژي غوره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت د امریکا د ولسمشر هغه ادعاوې خیالي بللې وې، چې ګواکې امریکا غواړي د بګرام هوايي ډګر بېرته ونیسي او پاتې پوځي تجهیزات بېرته واخلي.