اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

مجاهد: د بېنټ راپور د عامه ذهنیت د خرابولو لپاره خپور شوی دی

دید خبرې آژانس: ذبیح الله مجاهد، په افغانستان کې د سرپرست حکومت ویاند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ریچارد بنېټ او د ځينو نورو هېوادونو د استازو څرګندونې د دوحې د درېیمې غونډې په درشل کې د عامه اذهانو تخریب ګڼي.

نوموړی زیاتوي، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ځینو نورو هېوادونو د استازو مثبتې څرګندونې ستايي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي: (د ملګروملتونو د ځینو غړو په ځانګړی ډول د ریچارډ بینټ راپور د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو دخرابید هڅه ده. په خواشینۍ سره په ملګروملتونو کې ځينې عقديي اشخاص تل هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم راپورونه وړاندې کړي.)

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې ویلي چې افغانستان دمګړۍ په اقتصادي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: (په افغانستان کې له څو لسیزو جګړو او د بشري حقونو له سختو شرایطو وروسته دمګړۍ په اقتصادي، بشري په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو په برخو کې ګڼې ستونزې شته.)

ریچارد بنیټ د بشري حقونو شورا په ۵۶ غونډه کې په هېواد کې پر بشري وضعېت په نیوکې سره ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پیاوړی او پراخ دی.

نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې تبعیضي او محدودونکو مسایلو ته چې له امله یې ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي حل لاره پیدا کړي او نجونو ته د زده کړو لپاره د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکونکي، ویلي و: (د ښځو پر حقونو د طالبانو دا بریدونه زیات او سیستماتیک شوي دي او د بیلابیلو تګلارو او احکامو له لارې تعقیبیږي او دا ټول موارد په سیستماتیک ډول له یو بل سره همکار دي.)

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې اسلامي امارت د ملګروملتونو په منشور کې د بشري حقونو موضوعاتو ته د اسلامي امارت ژمنتیا کولای شي د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د شته اختلافاتو د حل لامل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکونکی په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو پر نقض د نیوکې ترڅنګ اندېښنه څرګندوي بلکې تر دې وړاندې هم په دې اړه ورته راپورته وړاندې شوي دي.

خو اسلامي امارت بیا تل ویلي چې د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو حقونه د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې خوندي دي او هېوادونه او نور بنسټونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا