اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد د بنت د راپور په غبرګون کې: له اسلامي احکامو سره مخالفت له اسلام سره ستونزه ده

ډید خبري اژانس: ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې خبریال ریچارد بنت،  د وروستي راپور په غبرګون کې وايي، چې د دوی پر قوانینو اعتراض کول له اسلام سره ستونزه ده.

ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بنټ او د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا د غونډې د راپور په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او پر ضد یې اعتراض کول له اسلام سره په ټکر کې دي.

مجاهد وايي چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې وروستی راپور حقیقت نه لري او د دې ډلې پر ضد «پروپاګند» دی.

مجاهد زیاته کړه چې په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او د هغوی اعتراض کول «له اسلام سره ستونزه» ده.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په یوه راپور کې ویلي چې طا-لبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پر وړاندې ۵۰ مقررات او قوانین صادر کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا