اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد: امریکا زموږ د رسمیت پیژندلو مخه نیسي

د دید خبری آژانس: د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د رسمیت پیژندلو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ امریکا ده.

مجاهد: امریکا زموږ د رسمیت پیژندلو مخه نیسي

د خبریالانو له خوا د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دوی تګلارې د دوی په رسمیت پیژندلو کې مخنیوی کړی او که بهرني هیوادونه په کې دخیل دي، د طا-لبانو ویاند وویل چې د دوی د حکومت په پیژندلو کې تر ټولو لوی خنډ امریکا ده.
مجاهد د ټولنیزو رسنیو له لارې خبریالانو ته وویل: تر هغه ځایه چې د بهرنیو هیوادونو لخوا په رسمیت پیژندلو پورې اړه لري، زه فکر کوم چې متحده ایالات ترټولو لوی خنډ دی.
هغه زیاته کړه: امریکا نورو هیوادونو ته اجازه نه ورکوي چې زموږ د رسمیت پیژندل په لور حرکت وکړي او په دې برخه کې یې کوم ګام نه دی پورته کړی.
د طا-لبانو ویاند زیاته کړې، چې زموږ حکومت په نړیواله کچه د دې ډیپلوماټیکې پېژندګلوۍ لپاره «ټول شرایط» پوره کړي دي.
مجاهد زیاته کړې چې د امریکا په ګډون ټول هېوادونه باید پوه شي چې له طا-لبانو سره سیاسي ښکېلتیا د ټولو په ګټه ده او د نړۍ هېوادونو ته اجازه ورکوي چې له طا-لبانو سره په رسمي ډول خپل «شکایتونه» مطرح کړي.
تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې د طا-لبانو په رسمیت پېژندلو احتمال شته او زیاته کړې یې ده، چې مسکو به د امریکا او یا نورو هېوادونو د نظرونو په پام کې نیولو پرته د طا-لبانو د پېژندلو پرېکړه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا