اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

مجاهد؛ د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه ‌کارول کیږی

دید خبرې آژانس: د کار د ملي کنفرانس په وروستۍ ورځ د اسلامي امارت ځينو چارواکو یوځل بیا اعلان وکړ چې، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

په دې غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو هم په ډاګه کړه چې، دوی د هېواد د امنیت مسوولیت لري او په وینا یې په هېواد کې د مخالفو ډلو فعالیتونه هم شنډ کړای شوي دي.

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وویل:«موږ شپه او ورځ پر دې باندې کار کوو چې، د هېواد هر وګړي ته په هر قیمت چې، وي امنیت تامین کړو، دفاع ورڅخه وکړو عزت یې وساتو، د مال، اولاد او د ناموس حفاظت یې وکړو.»

ورته مهال، د رييس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغې غونډه کې د خپلې وینا په یوې برخه کې ګاونډیو هېوادونو ته یوځل بیا ډاډ ورکړ چې، افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

ښاغلي حنفي وايي:«د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه‌ده کارول شوې او موږ له ټولو ګاونډيانو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ تعامل او ښې اړیکې غواړو.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني هم د خپلې وینا په یوې برخه کې ویلي چې، دا/عش یې په افغانستان کې له‌منځه وړی او له کمو امکاناتو سره یې د هېواد امنیت تامین کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله څرګنده کړه:«د دوی خو یوازېنۍ تشویش دلته دا وو چې، افغانستان زموږ لپاره یو ګواښ دی، یوه ستونزه ده، نن خو الحمدالله هغه تشویش او تهدید هم نشته، دله چې، څومره د مغرضینو او مفسدینو چې موږ په یوې اصطلاح ورته خوارج او یا باغیان وايي د هغوی ځالې په بشپړه توګه له‌منځه تللي دي.»

د ویلو ده چې، د کار د ملي کنفرانس په لومړۍ ورځ غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر ګاونډیو او د نړۍ په نورو هېوادونو له نیوکو سره وویل، هغوی تل د اسلامي امارت له لوري د ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کوي؛ خو په دغو برخو کې یې تر اوسه له اسلامي امارت سره هېڅ ډول همکاري نه‌ده کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا