اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

مجاهد؛ اجازه نه ورکوو چې افغانستان سیالۍ ډګر بدل شي

دید خبرې آژانس: ذبیح الله مجاهد؛ د طا- لبانو ویاند وایي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شي؛ خو هڅه کوي، چې افغانستان د نړۍ ترمنځ د وصل ټکی او د اقتصادي دهلیز رول ولوبوي.

ښاغلي مجاهد له دوحې څحه تر ستنېدو وروسته نن په یوې خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، د دوحې درېیمه ناسته یوه بریالۍ ناسته وه او د دغې ډلې پیغامونه د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره شریک شول.

هغه وایي:« د خوښۍ ځای دی، چې ګډون کوونکو هېوادونو زموږ د خبرو اورېدو ترڅنګ په افغانستان کې نوي پرمختګونه منلي دي.»

هغه زیاته کړې:« موږ نړۍ ته واضح کړه، چې هغوی باید لومړی ټول بشري او انساني موضوعات چې مخامخ د افغانانو ورځیني ژوند پورې تړلي دي، له سیاسي هغو جلا کړي او دا موضوعات د سیاسي فشار لپاره وسیله و نه ګرځوي.»

ښاغلی مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډيکارلو څرګندونو په اړه وویل، د ښځو د حقونو مسله د هېواد کورنۍ مسله ده او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ښاغلي مجاهد همداراز ټینګار وکړ، چې دوی به د بشري حقونو د خوندي توب لپاره مهم ګامونه پورته کړي.

هغه وایي، نړۍ پلمې ګوري او د افغانانو ستونزو ته به په کور دننه د حل لارې ولټول شي.

تر دې وړاندې اغلې ډیکارلو ویلي و، چې د ښځو او بشري حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده.

د هغې په وینا، هر هېواد نړۍوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی او هغه باید له پامه و نه غورځوي.

ذبیح الله مجاهد وړاندې وایي، د خصوصي سکټور او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د دوی لاسته راوړنې او پرمختګونه واضح شول، په دواړو برخو کې د افغانانو ستونزې له نړۍوالو سره شریکې شوې چې اکثره ستونزې د نړۍوالو بندیزونو او محرومیتونو له امله پېښې شوې دي.

هغه همداراز ویلي، دا ډېره مهمه وه چې اکثرو، ان نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره په دواړو ټاکل شوو موضوعګانو(د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او نشه يي توکو سره د مبارزې برخه) کې د همکارۍ ژمنه وکړه او هغه یې د هېوادونو مکلفیت وباله.

‏د هغه په وینا، د دوحې په غونډه کې موږ درک کړه، چې نړۍ په افغانستان کې پرمختګ درک کړی او مني یې.

هغه زیاته کړې، په سیمه‌ییزه کچه افغانستان ښه همکار هېوادونه لري او منزوي نه دی او د فشارونو او بندیزونو سیاستونه بې پایلې دي باید د رغنده تعامل لپاره لارې خلاصې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا