اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

متقې مسکو ته لاړ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند ويلي، د امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د مسکو مشورتي فارمټ په شپږمه ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو.

حافظ ضيا احمد ويلي، چې طا-لب پلاوی به د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د اکتوبر پر ۴ د روسيې له بهرنيو چارو وزير سره هم وګوري.

نوموړی زیاتوي، چې دواړه لوري به په دې ناسته کې پر دوو اړخيزو مسایلو خبري وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو لا له وړاندي ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه به د روان کال په اکټوبر میاشت کې جوړه او طا-لبانو ته به هم بلنه ورکړي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژېرنوف د وږي په میاشت کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت کې له امیرخان متقي سره ولیدل او د دې ډلې استازو ته یې د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

د مسکو فارمټ مخکینۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه په کازان کې جوړه شوې وه.

په هغه غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او طا-لبانو استازو ګډون کړی وو.

له یادو هېوادونو څخه یوه یې هم طا-لبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دغې ډلې سره نږدې ډیپلوماټیک اړیکي پالي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا