اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

متقی په هرات کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په هرات کې د ټاپي پروژې د چارو په اړه خبرې کړي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وايي، چې دواړو لوریو د ټاپي پروژې د چارو په عملي کېدو خبرې کړي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د (لیندۍ ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هرات ولایت ته د سفر په لړ کې په تور غونډۍ کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره لیدلي دي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد وايي،‌ د افغانستان او ترکمنستان ګډې پولې ته څېرمه په دغه لیدنه کې د ټاپي نل لیکې د رغونې چارو تر څنګ،‌ د اوسپنې پټلۍ غځونې، برېښنا او په تورغونډۍ کې د اوسپنې ګودامونو پر جوړولو خبرې شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې دواړه لوریو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د ټرانسپورټي چارو پر اسانتیاوو او همدا راز د ویزو د بهیر پر ساده کولو هم خبرې کړې دي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د طا-لبانو له والي مولانا اسلام جار سره هم ناسته کړې او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

ټاپي پروژه چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال پیل شوې وه اوس پرې طالبان خپل تبلیغاتي فعالیتونه ګرم ساتي.

د ټاپي پروژې له لارې د ترکمنستان د ګازو سرچینې د یوې نل لیکې په وسیله پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي چې پخوا دغه پروژه د طالبانو د وسله والو فعالیتونو له کبله له خورا ډېر ځنډ او خنډ سره مخ شوې وه.

پر طا-لبانو نیوکه کېږي چې د جمهوریت پر مهال هغه پیل شوې پروژې چې نیمګړې پاتې دي او د نا امنۍ له کبله یې دوی مخه نیولې وه، اوس پر خپلو تبلیغاتي فعالیتونو داسې ښيې چې ګوندې هېواد کې رغنیزې پروژې دوی پیل کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا