اسلایدشوافغانستانسیاستمنطقیګزارش

متقی له بیکدلی سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړې

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ايران له سفير علي رضا بیګدلي سره کتلي دي.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی.

د سرچينې د مالوماتو له مخې په کتنه کې همدارنګه په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د سوداګريزې راکړې ورکړې په اسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته د اسانتياوو رامنځته کولو، د ترانزیټي دهلېزونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په اړه بحث شوی.

دواړو لوریو همدارنګه د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو د زیاتولو او د تجاربو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا