افغانستانسیاستمهم مطالبګزارش

متقی عمان ته روان شو

دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي عمان ته په رسمي سفر روان شو.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي نن د عمان سلطنت د بهرنيو چارو د وزير بدر بن حمد البوسعيدي په بلنه هغه هېواد ته په رسمي سفر روان شو.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په پام کې ده، چې ښاغلی مقتي به د دغه سفر په ترڅ کې د عمان سلطنت د بهرنيو چارو د وزير سربېره د هغه هېواد نورو لوړپوړو چارواکو سره هم د سیاسي او اقتصادي اړيکو او دوه اړخیزو همکاريو پر پراختيا خبرې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا