دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ناروې سفارت شارژدافیر پير البرټ الساس سره کتلي دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې په افغانستان کې د رامنځته شویو فرصتونو یادونه کړې او ویلي يې دي، چې له نړیوالو سره مثبت تعامل او پر متقابل احترام د ولاړو اړیکو هرکلی کوي.
هغه زیاته کړه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د اقتصادي ودې او پراختیایي چارو په برخه کې ښکېلتیا رامنځ ته کړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د ناروې شارژدافیر په دغه کتنه کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه او له نشه یي توکو سره د افغان حکومت مبارزه ګټوره بللې.
هغه ډاډ ورکړی، چې ناروې به له افغانستان سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي او فعالیتونه به یې ادامه پیدا کوي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت تعامل پر اړتیا خبرې اترې شوې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لاپراختیا ته هیله مندي ښودل شوې.