دید خبرې آژانس: د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره کتلي دي.
دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان او اماراتو پر دوه اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمه ييزو مسايلو خبرې اترې کړي.
په کتنه کې همدارنګه د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي، په ځانګړې توګه په اماراتو کې افغاني توکو ته د بازارموندنې پر لارو چارو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې په اړه به يې تخنيکي کارونه ترسره شي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له اماراتي لوري غوښتنه کړې، چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او افغان حکومت چمتو دی، چې د دې لړۍ د ښه پلې کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.
په پای کې د دوې اړخيزې سوداګرۍ د لا پراختيا په موخه د منظم کار پر دوام او د هوکړه شویو، مسایلو پر تعقيب ټینګار وشو.