متقی د متحده عربي اماراتو د اقتصاد له وزير سره کتلي
دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي متحده عربي اماراتو ته د سفر په ترڅ کې پرون د ياد هېواد د اقتصاد له وزیر عبدالله بن طوق المري سره د يو لړ اقتصادي چارو په اړه دوه اړخيزه ناسته کړې.
ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ښاغلي عبدالله بن طوق المري په دغه کتنه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشري پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د متحده عربي اماراتو اوسنی اقتصادي وضعیت تشریح کړی او د افغانستان -اماراتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه یې خپله ژوره لیوالتیا څرګنده کړې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هم په دغه کتنه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پانګونې شته فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د همکاریو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې کتنه کې د کانونو د استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، د کرنيزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او د ترانزیټ پراختیا، اماراتو ته د افغان کارګرانو لېږد، د بانکي اړیکو عادي کول او د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاريو په باب هر اړخیز او تفصیلي بحثونه ترسره شول.
د يادونې وړ ده، چې دواړو لورو په دغه کتنه کې هوکړه کړې، چې د یادو مواردو د تطبیق لپاره به تخنیکي ټیمونه ټاکي ترڅو یاد پروګرامونه په اغېزمن ډول عملي شي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.