اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

متقی: د طا-لبان لوړپوړی پلاوی په مسکو فارمټ کې ګدون کوي

دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تر راتلونکو دوو اوونیو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.

امیر خان متقي دغه راز وايي، اسلامي امارت دغې غونډې ته په رسمي توګه وربلل شوی او د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی به یاده ناسته کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه جوړیږي.

هغه د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، په دې ناسته کې به د اسلامي امارت پلاوی هم برخه ولري.

ښاغلی متقي وايي: ” تمه ده چې تر راتلونکو دوو اونیو د مسکو فارمټ غونډه جوړه شي او د هغوی رسمي بلنه را رسېدلې ده، د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی به پکې ګډون وکړي.”

په همدې حال کې کابل کې د روسیې سفیر له متقي سره په کتنه کې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې مهمې بللې او ویلي یې دي، چې روسیه په خپل کوربه توب په ټولو سیمه‌ییزو او نړۍوالو غونډو کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون غوښتونکې ده.

په دغه کتنه کې متقي ویلي، دوی د مسکو فارمټ ناستې ته په مثبت نظر ګوري.

د خپلو تېروتنو بېه پرې کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي څخه د مسکو فارمټ کې  د افغانستان د رسمي غړیتوب غوښتنه کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا