دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي قطر ته د سفر په ترڅ کې په دوحه کې د حماس جهادي غورځنګ د رهبري شورا له مشر اسماعيل درويش او نورو مشرانو سره کتلي.

د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې د غزې غميزې شهيدانو ته د دعا ترڅنګ د هغوی مبارزه او مېړانه وستايل شوه او په غزه کې د اسراييلي رژيم نسلوژنه او د ډلهييزې لوږې غير انساني چلن وغندل شو.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې ښاغلي متقي په دغه کتنه کې همدارنګه ويلي چې افغان ولس د فلسطيني ورور ولس د مشروع مبارزې ملاتړ کوي او د بريا هيله ورته کوي.