Uncategorized

متقی؛ د طا-لبان څخه د مشروعیت حق په غیر عادلانه ډول اخیستل شوی

دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې طا-لب چارواکو تل ادعا کړې چې د هېوادونو لخوا د دوی د استازو منل د دوی د رژیم په رسمیت پیژندل دي، د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا ټینګار وکړ چې د طا-لبانو «مشروعیت حق» له دوی څخه په «غیر عادلانه ډول» اخیستل شوی دی.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طا-لبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر سرغړونو نیوکه کړې، چې له طا-لبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې خنډ دی.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو د سازمان سرمشریزې ته وویل، «پر افغانستان [طا-لبانو] غیر عادلانه بندیزونه لګول شوي دي. دا په غیر عادلانه ډول له مشروعیت او آن په نړیوالو خصوصي سازمانونو کې هم له ګډونه نبې برخې شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ظاهراً طا-لب چارواکو د خپلو اندېښنو د ليرې کولو لپاره، په وار وار ویلي، چې له هېوادونو لخوا د دوی د استازو منل او برعکس په نړیوالو غونډو کې د دوى ګډون د هغوی د رسميت پېژندلو په معنا دی.

خو داسې برېښي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د رسميت نه پېژندنه او د فشار زياتوالي طالبان اندېښمن کړي دي.

متقي د افغانستان پر مرکزي بانک او د طا-لبانو د چارواکو پر سفرونو  د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه هم وکړه.

په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو، سازمانونو او نړیوالو بنسټونو د طا-لبانو د نوي قانون پر توشيح نیوکې کړي، دوه ګاونډي هېوادونه افغانستان، ترکمنستان او ازبکستان د طا-لبانو د لوړ پوړو چارواکو کوربه دی.

امیر خان متقي چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې هم دی، د تېر کال له سپټمبر راهیسې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د شاملېدو سره سره پنځه بهرني سفرونه کړي دي.

هغه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵٠مه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته هم سفر وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا