اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

متقي کامرون ته ولاړ

د طا-لبانو بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دغه ډلې د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د اسلامي هکاريو سازمان د بهرنيوو چارو وزيرانو په ۵۰ مه غونډه کې د ګډون په موخه د کامرون جمهوريت پلازمينې يادوندې ته ولاړ.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضيا احمد د سې شنبې په ورځ په يوه ويډيو پيغام کې ويلي، چې امیرخان متقي به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي هېوادونو له وزيرانو سره هم دوه اړخيزې ناستې ولري.

نوموړي د دوه اړخيزو ناستو د مشخصو اجنډاو په اړه جزیيات نه دي ورکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو دغه ناسته د اګسټ مياشتي په ۲۹ مه او ۳۰ مه د کامرون جمهوريت په کوربتوب تر سره کیږي.

د اسلامي همکاريو سازمان په وار – وار د افغانستان پر واکمنو طا-لبانو له دې امله نيوکې کړې دي، چې په هېواد کې يې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بنديزونه لګولي دي.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت د روان ۲۰۲۴ کال په اپرېل مياشت کې د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر کې له طا-لب چارواکو سره په خبرو کې د ښځو د اساسي حقونو د تامين پر اړتيا ټينګار کړی وو.

په افغانستان کې طا-لب مشران وايي، چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د اسلامي همکاريو سازمان سره ۵۷ هېوادونه غړيتوب لري.

د دې سازمان موخه د مسلمانانو ټوليز غږ، د غړو هېوادونو د ملي ګټو ساتل، پرمختګ او په نړۍواله کچه د سوله ييزې فضا رامنځته کول دي.

دغه سازمان په ملګرو ملتونو کې یو دايمي غړی هم لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا