متقي مسقط ته سفر کړی
دید خبرې آژانس: د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمدالبو سعیدي په مسقط کې، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، چې دواړو لورو په دغې کتنه کې عمان ته د افغانستان د صادراتو د اسانتیاوو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د پیل او د ډېرو همکاریو لپاره د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو خبرې اترې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول زیاته کړې:«دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې افغانستان او عمان به د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پرانیزي.»
په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د جګړې پای، له سیمې او نړۍ سره د متوازنو اړیکو رامنځته کېدل او د سیمهییز امنیت پیاوړتیا، د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې.ښاغلي متقي دغهراز، په عمان کې د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرېدو، د افغاني توکو پر صادرېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیلېدو او په سوداګریزو اړیکو کې د اسانتیاو پر رامنځته کېدو هم ټینګار وکړ.
امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ عمان ته ولاړ. د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دا سفر د عمان د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه شوی دی.