اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیمهنړۍ

متقي له خپل ازبیکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف ټلیفوني خبرې کړې.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا، په ځانګړي ډول د افغان – ټرانس د اورګاډي د پټلۍ د پروژې او د «افغانستان – ازبیکستان – پاکستان» درې اړخیزې ناستې د جوړېدو په اړه، چې د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه به وي، خبرې اترې شوې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ښاغلي سعیدوف د خپل هېواد او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د شته اړیکو د پیاوړتیا په اړه د خوښۍ ترڅنګ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو څلورو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان صادرات ازبکستان ته د تېر کال په پرتله درې برابره ډېر شوي دي.

نوموړي ژمنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ او ټرانزیټي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې او په ځانګړي ډول د افغان وګړو لپاره د ویزو د ورکړې په برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

په ورته وخت کې مولوي امیرخان متقي ویلي چې افغانستان د لویو اقتصادي پروژو لکه د ټرانس – افغان د پټلۍ د تطبیق او له ازبکستان سره د سیاسي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د لا زیاتې پیاوړتیا لپاره بشپړ چمتووالی لري او باید له هغو سیمه‌ ییزو فرصتونو څخه، چې رامنځته شوي دي، د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره استفاده وشي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په پای کې دواړو لوریو د دې ډول خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده، چې د «افغانستان – ازبکستان – پاکستان» د درې اړخیزې ناستې د دقیقې نېټې او ځای د ټاکلو په اړه به د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې همغږي وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button