د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي، په بهرنيو چارو کې د قطر دولت له وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره په دوحه کې کتلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پراختيا او ځينو سيمهييزو مسايلو خبرې کړې دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير، له قطر سره د افغانستان اړيکې مثبتې بللې او هيله يې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه په نږدې راتلونکي کې د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي.
مولوي امير خان متقي، په پراختيايي او بشري برخو کې له افغانستان سره د قطر مرستې ارزښتناکې بللې او د افغانستان حکومت له اړخه يې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په بهرنيو چارو کې د قطر دولت وزير هم له افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې نږدې ګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو د پراختيا پر ګڼو برخو رڼا اچولې ده.
الخليفي په کلتوري، روغتيايي، ورزشي او د کاريګرو لېږد برخو کې له افغانستان سره د مرستو چمتووالي ښودلي او ټينګار يې کړی چې د چارو د ښه تعقيب لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د منظمو تماسونو ميکانيزم رامنځته شي.
د کتنې په پای کې، د دواړو هېوادونو د ګڼو ارګانونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ او ليدو کتو هوکړه کړې ده.