Uncategorizedاسلایدشوافغانستان

متقي لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسېدو غوښتونکی شو

دید خبرې آژانس: په لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه او د بشري مرستو زیاتېدل هغه مسایل وو، چې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال فډراسیون« IFRC» د آسیا پاسیفیک حوزې له مشر سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په کتنه کې پرې خبرې وشوې.

ډاکټر رحیم الله سلطاني هم په دې اړه وايي: «که موږ وکولای شو چې ناروغۍ په کلیوالو سیمو کې وپیژنو او درملنه یې وکړو، نو د لویو روغتیایي مرکزونو کاري فشار به کم شي، او دا چاره به د ناروغیو د خپرېدو په کمولو مستقیم اغېز ولري.» 

د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي هم له ښاغلي متیو سره په کتنه کې د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له امله د افغانستان د خلکو د درنو زیانونو یادونه کړې او د دغه فډراسیون له مسوولانو یې غوښتنه کړې چې له افغانانو او تازه راستنیو شویو کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت وايي: له فدراسیونه یې و غوښتل چې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه له جبري راستول شویو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

افغانستان لا هم د هغو هېوادونو لمنځه دی چې په ډېرو لرې پرتو سیمو کې یې معیاري روغتیايي خدمات نشته.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د رئیس د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۳۳ سلنه وګړي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button