اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیاسي

متقي د هند د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي

دید خبرې آژانس: د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي ‏رئیس انند پرکاش د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ‏وکتل.‏

د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو ‏سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي حالاتو په تړاو خبرې شوې.‏

مولوي امیرخان متقي د دواړو هیوادونو تر منځ د ډيپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر ‏پراختیا ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي ‏او هندي پانګوال دې له دغه فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي. ‏

ښاغلي متقي همدارنګه ويلي چې د افغانستان او هندوستان تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید ‏اسانتیاوې رامنځته شي او ‏‎د سوداګرو په ګډون دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي. ‏

په ورته وخت کې انند پرکاش ويلي چې هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او هیله ‏مند دی، چې په مختلفو برخو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي. ‏

نوموړي زياته کړې، چې هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي، چې په ځینو ‏بنسټيزو پروژو کې هم پانګونه وکړي او هغه پروژې چې د څه مودې راهیسې ولاړې دي، ‏چارې يي بېرته پیل کړي.‏

د يادونې وړ ده، چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د اړیکو پر پراختیا د پلاوو پر تګ راتګ او د ویزو په برخه کې په اسانتیاوو راوستلو او دوه اړخیزو همکاریو هم ټینګار کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button