دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي نن په دوحه کې د له قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره کتلي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو او ځینو سیمهییزو چارو خبرې وشوې.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې نږدې او ورورګلویزې یادې کړي او د سیمې له هېوادونو سره یې د افغانستان د اړیکو له پرختیا خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آلثاني د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور منظمې اړیکې ولري.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د بلنې له امله مننه کړې او د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې يې د قطر ارزښت ځانګړی بللی دی.
ښاغلي متقي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول د ستاینې وړ بللی او زیاته کړې يې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې له لوړېدو سره به دوې اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
نوموړي همدارنګه وړاندیز کړی، چې قطر په افغانستان کې په پراختیايي او سوداګریزو فرصتونو کې پانګونه وکړي او د دوې اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو پر لارو چارو کار وکړي.