دید خبرې آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په یاده کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي امیرخان متقي د روسیې له دې اقدام مننه وکړه چې د «طالبانو غورځنګ» نوم یې د خپل هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وایسته او په مسکو کې یې د اسلامي امارت ډیپلومات په رسميت ومانه.
په ورته وخت کې ضمیر کابلوف په دغه کتنه کې ویلي چې روسیه غواړي له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د دې لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.
باید وویل شي، چې ټاکل شوې ده؛ په را روانه مې میاشت کې د کازان فورم پر مهال د دواړو هېوادونو دایمي کمیسیون هم فعال شي.