اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

متقي د دوحې په غونډه کې د کابل معنی لرونکی ګډون غوښتونکي شوه

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسون سره په کتنه کې د دوحې په غونډه کې د کابل معنی لړونکی ګدون غوښتونکي شوه. نیکلسون هم پر مهمو مسایلو د خبرو اترو خبر داري ورکړي ده.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره کتلي ده.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوحې د درېيمې غونډې په باب د نظريو تبادله وکړه.

متقی له نېکلسون سره په کتنه کې په دې غونډه کې د کابل د استازي معنی لړونکي ګډون غوښتنه وکړه.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم د دوحې په درېیمه ناسته کې د سرپرست حکومت د استازي شتون مهم بللی او ویلي یې دي، چې په دې غونډه کې به پر مهمو مسایلو خبرې وشي.

د ویلو وړ دی ، چې د دوحې غونډه به د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا