اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستګزارش

متقي: د امیر له امره سرغړونه به د هلاکت لامل شي

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست، امیرخان متقي ویلي، هر څوک چې د امیر له امره سرغړونه وکړي، له زوال سره به مخ شي.

نوموړي دا څرګندونې د کابل په یوې دیني مدرسه کې د ښوونیز کال د پای ته رسېدو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.

امیرخان متقي بې ځایه نیوکې د هلاکت لامل بولي:«اوس چې موږ او تاسو ته الله تعالی یوه داسې ټولنه او جامعه راکړې ده، چې مشر هم لرو، کشر هم لرو، استاد هم لرو، امیر هم لرو، وزیر هم لرو، والي هم لرو او ولسوال هم لرو. بیا په داسې یو چتر کې دننه بیا په ذهن کې نور غلط خیالونه تاوول، په ډلو ټپلو پسې تلل، د خپلې ټولنې غیب او تخریبول، بې‌ځایه انتقادونه کول، دا بیا د هلاکت لامل کېږي.»

په دغه پروګرام کې، امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له غړو غواړي، چې تنګ‌ نظره ونه اوسي او داسې چلند ونه‌کړي، چې خلک ترې وتښتي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«ګورئ طا-لبانو تنګ‌نظري ونه‌کړئ، ګورئ په ټولنه کې یوازې پر ځان بسنه ونه‌کړئ، ګورئ یوازې ځان پوره او بس ونه‌بولئ، د ټولنې هر کس ته د عزت په سترګه وګورئ. فکرونه لوړ کړئ له تنګ‌نظرۍ ځان را وباسئ»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند هم د اسلامي امارت د غړو ترمنځ د نظر بېوالی منلی و؛ خو زیاته کړې یې وه چې دا مسئله د اختلاف یا جګړې په معنا نه‌ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا