اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

متقي د اروپايي ټولنې ۱۴ سفیرانو ته: د رسميت پېژندلو شرطونه مو پوره کړي

د طا-لبانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي او مل پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۴ هېوادونو له سفيرانو او ځانګړو استازيو سره چې د اروپايي هېوادونو اړوند وو، په ګډه ناسته کې وکتل.


د تاند د راپور پر بنست، په دې کتنه کې متقي د طالبانو د رژيم، امنيت ټينګښت، ‏نړيوالې ټولنې سره اړيکې، اقتصادي وضعيت، پر افغانستان لګېدليو بنديزونو، د فساد له منځه وړلو، په باب وينا وکړه.
متقي ادعا وکړه، چې افغانستان له ۴۰ کلونو وروسته يو حاکم نظام لري، نو پکار ده چې نړيواله ټولنه په ګډه د امريکا له متحدوايالتونو څخه وغواړي چې ‏د افغانستان د خلکو پر ملي شتمنۍ بنديزونه لرې کړي.
طا-لب وزير وويل: د افغانستان نوي حکومت د يوه مسوول حکومت په توګه ټول هغه شرطونه پوره کړي چې بايد په رسميت وپېژندل شي.‏
د هېوادونو استازيو په نوبت سره خپل نظرونه وویل او د افغان پلاوي پر څرګندونو او وضاحتونو یې اطمينان او خوښي څرګنده کړه.
د طا-لبانو د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو د دغه ډول غونډو پر دوام ټینګار وکړ.
متقي نه دي ويلي، چې د په رسميت پېژندلو لپاره د طا-لبانو رژيم کوم شرايط پوره کړي؟
د طا-لبانو منتقدین وايي، چې دوی به زوره واک ته رسېدلي، قانوني او ولسي مشروعيت نه لري او د واک د انحصار او استبداد تر څنګ يې دا نه ده روښانه کړې، چې کله به ټاکنې کوي او د کوم قانون په اساس به د خلکو، په خاص ډول د ښځو اساسي حقونه سلب او سخت دريځه حکومتولي مخته وړي؟
د بشري ناورين اوج ته رسول، د ۲۳ ميليونه افغانانو شديد فقر، د لوږې له کبله د ۳ میلیونه افغان ماشومانو د بالقوه مړګ احتمال، د مدرسو فارغینو ته د افغانستان د ټولو چارو سپارل، د ملي بنسټونو پاشلتيا او نورې ستونزې د طالب واکمنۍ عمده پايلې ګڼي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا