دید خبرې آژانس: ټاکل شوې، چې تر راتلونکو دوو اوونیو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته سفر وکړي.

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي، چې ښاغلی متقي به په دغه سفر کې د قطر له چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې وکړي.
ښاغلی شاهین په دې هکله زیاتوي:«په دې سفر کې به محترم متقي صاحب، قطري چارواکو سره په ټولو اړوندو مسایلو خبرې وکړي او د اړیکو د لا غښتلتیا لپاره به لارې چارې وارزوي.»
قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې د اسلامي امارت سفارت پهکې فعال دی او سرپرست حکومت توانېدلی، چې له دغه هېواد سره ښې اړیکې ولري.
له دې سره هممهاله، ځينې شنونکي د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د قطر رول مهم بولي.
قطر د اسلامي امارت او مخکیني افغان حکومت ترمنځ د سولې د مذاکرتو اصلي کوربه و، او دغهراز له امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو سره یې هم د اسلامي امارت په خبرو مهم رول لوبولی دی. دغه مذاکرات چې په دوحه کې ترسره شول، په ۲۰۲۰ کال کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د سولې هوکړهلیک ته یې لار هواره کړه.