Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپور

متقي: امریکا باید له ا.ا سره تعامل وکړي

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چې سعودي عربستان ته سفر کړی، په جده ښار کې له افغان کډوالو سره په یوه غونډه کې د متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د واقعیتونه د درک پر اړتیا ټينګار کړی دی.

ښاغلي متقي په دې غونډه کې څرګنده کړه، چې نوموړي هغه امریکايي پلاوي ته چې په دې وروستیو کې کابل ته راغلی و، ویلي چې امریکا باید د افغانستان له اوسني نظام سره تعامل وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي:«ما وویل تاسې راغلئ، امریکایان وئ، ناټو ترسره وه ۴۰ تر ۵۰ هېوادونه درسره وو. تاسې هم افغانستان کنټرول نه‌شوی کړای، افغانستان کې مو امن را نه‌وستو. امریکایانو ته مو وویل، چې د افغانستان د خلکو له ملاتړ پرته د نړۍ هېڅ ځواک افغانستان نه‌شي کنټرولولای، دغه حقیقت باید درک شي او له دغه نظام سره تعامل وشي.»

نوموړي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې په افغانستان کې د ثبات پر ساتلو هم ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، که‌چېرې افغانستان بې‌ثباته شي، نو د سیمې نور هېوادونه به هم ترې اغېزمن شي.

امیرخان متقي زیاتوي:«که په افغانستان کې ناامني او اختلافات وي، نو ټوله سیمه به ناارامه شي.»

ښاغلي متقي د اسلامي امارت پر مخالفینو هم غږ وکړ، چې مخالفت پرېږدي او هېواد ته راستانه شي او د هغه په پرمختګ کې ونډه واخلي. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه اوس‌مهال د هر وخت پرتله ښه دي.

امیرخان متقي وايي:«نن موږ دا وایو چې خپل هېواد مه تخریبوئ، ‎پرېږدئ دا ترخه زهر مه‌شیندئ، تخریبونه مه کوئ د خپلو خواهشاتو، د خپلو شخصي غوښتنو لپاره باید ملت په اور کې وا نه‌چوي، نو چې عفوه هم وشوه، ستونزې هم حل شوې، خونریزي هم پای ته ورسېده، هېواد هم ازاد شو بهرنیان هم ووتل، بیا په کوم دلیل څوک مخالفت کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سعودي عربستان ته سفر وکړ. د اسلامي امارت ویاند دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button