دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د اختلافونو ادعاوې ردوي.

د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د اختلافونو مسئله تل د سرپرست حکومت د چارواکو له لوري رد شوې ده.
ښاغلی متقي وايي، د سرپرست حکومت د چارواکو ترمنځ اختلافات حتې د تصور وړ هم نهدي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«اختلاف نشته ټول لکه وروڼه له یو بل سره ملګري دي، د اسلامي امارت مسوولان، د نظریې او عقیدې ملګري دي. د اطاعت تابع دي، دلته دې څوک د اختلاف تصور هم نهکوي.»
نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، دا مهال په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او په خبره یې، د سرپرست حکومت مخالفین د هېواد پر هېڅ برخې ولکه نهلري.
امیرخان متقي زیاته کړه:«په ۳۴ ولایتونو کې، په ۴۰۰ کم او زیاتو ولسوالیو کې، په زرګونو کلیو کې په یوه نقطه کې هم مخالفت نشته، دښمن په یوه لوېشت ځمکه باندې واک نهلري، په ټول افغانستان کې امن و امان دی.»
د امیرخان متقي په وینا، سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلی چې له ځینو ځواکمنو هېوادونو سره د متوازن سیاست له لارې ښې اړیکې ټینګې کړي او اوسمهال په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت ۴۱ سیاسي استازولۍ فعالیت لري.
پرون د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم، په یوه غونډه کې د اسلامي امارت د غړو ترمنځ د اختلافونو شتوالی رد کړ.