اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهګزارش

متشبثې افغان ښځې د طا-لبان ملاتړ غواړي

دید خبرې آژانس: د امام ابو حنیفه په درېیم ملي او نړۍوال نندارتون کې ګډونوالې متشبثې ښځې د دغه نندارتون هرکلی کوي او د ورته نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې، له متشبثو ښځو ملاتړ وکړي او ډېرې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

هنګامه افضلي چې د خپلو لاسي صنايعو د نندارې لپاره يې دغه نندارتون کې برخه اخيستې وه وايي، د توکو بازار یې د پخوا پرتله کمرنګه شوی دی.

هنګامه افضلي وایي: « له دولت مو غوښتنه ده چې ښځو ته یو مناسب بازار جوړ کړي، څو دغه جامې چې موږ یې تولیدوو بازار ته یې وړاندې کړو.»

ځینې نورې کسبګرې ښځې بیا د دغه ډول نندارتونونو په جوړېدو خوښې دي؛ خو د غرفو له لوړو بیو شکایت کوي.

د نندارتون ګډونوالې،  سمیرا محمدي و ویل: « ۴۰۰ یا ۵۰۰ ډالر د رسټورانټ د کرایې لپاره پرې کوو نو اړې یو چې ټول خام مواد په قرض واخلو ځکه دومره امکانات نه لرو. اوس هم که تاسو وګورئ موږ د منتو، اشکو، سمبوسو، بولانیو، قابلي بریاني په ګډون څه د پاسه ۲۰ ډوله خواړ لرو. که کرایه راته کمه شي نو موږ کولای شو تر ۵۰ ډوله خواړه چمتو کړو.»

د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې رییسې، فریبا نوري ویلی: « اوس مهال د ښځو یوازینۍ ستونزه د کورنیو سرپرستي ده، بودیجې نه لري چې پر یوه کسب او کار پانګونه وکړي ځکه خپل دولتي کارونه خو یې له لاسه ورکړل.»

له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغه نندارتون کې نږدې ۲۰۰ غرفې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: « دغه نندارتون کې د نورو نندارتونونو پر تله د ښځو حضور ډېر ښکاره و. شاوخوا یو صالون ښځو ته ځانګړی شوی چې د ښځو له لوري تولید شوي د غالیو په څېر لاسي صنایعې، تازه مېوې او خواړه نندارې ته وړاندې کیږي.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو لمخې، تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۲۵۰۰ ښځینه سوداګرو د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړي او تر ۱۳۰ زرو ډېرې ښځې دا مهال له جواز پرته فعالیت کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا