روستي خبرونهنړۍ

متحده عربي امارات او مصر پر غزه د اسراییلو له یرغله ملاتړ کوي

په «غزه» کې د حماس ډلې د را پرځولو او په یاده تړانګه باندې د پوځي یرغل له پاره دوه عربي هېوادونه د اسرائيلو ملاتړ کوي.

د «یني شفق» ترکۍ ورځپاڼې مسؤل مدیر ابراهیم قراغول په یوه مقاله کې ویلي، چې د غزې تړانګه کې د حماس د راپرځولو  له پاره دوه عربي هېوادونو له اسرائیلو سره د پوځي واحدونو جوړولو تړون کړی دی.

قراغول وايي ، داسې کره معلومات لري چې په غزه کې د حماس د راپرځولو او پر ځای يې محمد دحلان واک ته رسولو په موخه متحده عربي اماراتو او مصر هېوادونو له اسرائیلو سره تړونونه کړي دي.

نوموړی وايي تل ابیب پر قدس او د غزې پر تړانګه باندې د نورو تازه بریدونو پلان لري، څو له سوريې څخه د خلکو مخ  واړوي او هغه هېواد ټوټې او د یوې لويې برخې اشغالولو له پاره زمينه برابره کړي.

ليکوال وايي چې پر قدس باندې اوسني بریدونه عادي نه دي بلکې د یادو پلانونو یوه برخه ده، څو مسلمانان را وپاروي او په سیمه کې ګډوډي جوړه کړي، خو په وینا يې دغو بریدونو نه یواځې د فلسطینیانو بلکې د ټولې نړۍ  مسلمانانو غوصه را وپاروله، چې دا به د دوی شوم پلانونه شنډ کړي.

ليکوال مخکې وايي چې  له قطر سره د خليجي هېوادونو اوسني کړکېچ اسرائیلو ته زمينه برابره کړه چې مسجد اقصی ته مخه کړي، ځکه د یاد کړکېچ له امله د خليجي هېوادونو د همکاریو سازمان له منځه ولاړ، اماراتو او مصر په زوره سعودي دغې لوبې ته راکش کړ او د اسرائیلو ملاتړ ته يې اړ کړ.

خو ليکوال وايي چې پر مسجد اقصی باندې د اسرائیلو له خوا د بریدونو زیاتوالی به مسلمانان نور هم په غوصه کړي او دا به امارات، مصر او سعودي اړ کړي چې د اسرائیلو په وړاندې کلک موقف ونیسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا